د زابل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اطلاعاتو ته د لاسرسي اسانتیاوې مو برابرې کړې دي


د زابل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اطلاعاتو ته د لاسرسي اسانتیاوې مو برابرې کړې دي

زابل ـ افغانستان
د زابل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولينو د افغانستان د خپلواکو خبريالانو د اتحاديې له مشرتابه سره په کتنه کې ډاډ ورکړ چې اطلاعاتو ته د خبريالانو د لاسرسي په برخه کې يې پر وخت اسانتياوې برابرې کړې دي.
په دې کتنه کې چې د زابل ولايت د رسنيو مسوولينو او خبريالانو په کې ګډون کړى و، د زابل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي عبدالحنان جابر د افغانستان د خپلواکو خبريالانو د اتحاديې مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې د خبريالانو ترمنځ لازمه همغږي لري.
د زابل ولايت د خبريالانو او سيمه ييزو دفترونو او معلوماتو ته د خبريالانو پر وخت لاسرسى هم د پام وړ بلل شوى دى.
د افغانستان د خپلواکو خبريالانو د اتحاديې مشر حجت الله مجددي د زابل د سيمه ييزو چارواکو له لوري معلوماتو ته د خبريالانو د لاسرسي او د همغږۍ د رامنځته کېدو د هرکلي په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د زابل له خبريالانو او رسنيو سره به د امکان تر حده مرسته کوي.
د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو اتحادیې مشر د ملي راډیو او ټلویزیون له مشر محمد داوود همت سره د معلوماتي بهیر په تړاو خبرې وکړې.
ښاغلي مجددي د دغه ولایت له شیخ متي،تعلیم الاسلام،پیغام، او شکیلا راډیوګانو له خپرنیز بهیره هم لیدنې ترسره کړې.

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *