د خپلواکو خبريالانو ټولنې مشر ارزګان ولایت ته سفر وکړ


د خپلواکو خبريالانو ټولنې مشر ارزګان ولایت ته سفر وکړ.

د افغانستان د خپلواکو خبريالانو ټولنې مشر حجت الله مجددي او ددغې ټولنې د رهبرۍ غړي مطيع الله سرور ارزګان ته د سفر پر مهال ددي ولايت د والي مولوي محمد علي جان احمد، د اطلاعات کلتور ريس قاري اغاولي قريشي، ملي راډيو ټلویزون او خصوصي رسنيو پیوستون راډيو، تړون راډیو، تعلیم اسلام راډيو، شمع راډيو او سلام ارزګان راډيو د مسولينو سره ليدنه وکړه.
په دغه بیلابیلو ليدنو کې ددي ولایت رسنيو استازو په مالي برخه کې خپلې ستونزې شريکي کړي او ترڅنګ د خبريالانو د ورکشاپونو د جوړيدو برخه کې غوښتنې وکړي.
په يادو ليدنو کې د افغانستان د خپلواکو خبريالانو ټولنې مشر حجت الله مجددي مسولينو ته وويل چې ارزګان يو له هغه ولايتونو څخه ګڼل کيږي چې په رسنيزه برخه کې په هغه اندازه ورته پاملرنه نه ده شوي څه ډول چې اړتيا ليدل کيږي.
هغه ډاډ ورکړ چې ددي ولايت د رسنيو مالي ستونزې به د نړيوالو ملاتړ کوونکو بنسټونو سره شريکي کړي.
نوموړی وايي ډير ژر به په دي ولايت کې د خبريالانو د ظرفيت لوړولو برخه کې هم ورکشاپونه جوړ کړي.

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *