په کندهار کې د رسنیو مسوولینو او د دولتي ادارو ویاندویانو ته روزنیز ورکشاپ ترسره سو


په کندهار کې د رسنیو مسوولینو او د دولتي ادارو ویاندویانو ته روزنیز ورکشاپ ترسره سو.

دغه یو ورځنی ورکشاپ چې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د اتحادیې له لوري جوړ شوی و ګډونوالو ته د کار پر مهال د ځان ساتني مهارتونه, حقیقت موندنه, غوره مسلکي تمرینونه, د کړکیچ پر مهال راپور جوړوني او د ټیم مدریت, د اطلاعاتو پروسس او لومړني روغتیایي مرستو تر عنوان لاندي د روزنکو له لوري روزنه ورکړل شوه.
د ورکشاپ ګډونوالو د ورته ورکشاپونو په زیاتوالي او همدارنګه د رسنیو کار کوونکو ته په تخنیکي او ټکنالوژۍ برخو کې د روزنیزو ورکشاپونو په ورکړي ټینګار وکړ.
د ورکشاپ پر مهال د کندهار د اطلاعاتو کلتور ریاست رئیس مو_لوي انعام الله سمنګاني وویل چې د خبریالانو بنسټونه دي د کندهار رسنیو اقتصادي ستونزو او خبریالانو روزني ته پام ډیر کړي.
د افغانستان د خپلواکو خبریالانو اتحادیې رئیس حجت مجددي د کندهار د رسنیو مسوولینو او دولتي ویاندویانو ته ډاډ ورکړ چې ددغه ولایت د رسنیو اقتصادي وضعیت او د رسنیو د روزني برخي ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *