د افغانستان د خپلواکو خبريالانو د اتحادیې غړو او رئیس د کندهار د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره وکتل


د افغانستان د خپلواکو خبريالانو د اتحادیې غړو او رئیس د کندهار د اطلاعاتو او کلتور له رئیس سره وکتل

د افغانستان د خپلواکو خبريالانو د اتحادیې رئیس حجت الله مجددي او د يادې اتحادیې د رهبری غړی مطیع الله سرور د کندهار د اطلاعاتو او کلتور له رئیس انعام‌الله سمنګاني سره وکتل.
ښاغلي سمنګاني د کندهار د خبريالانو او رسنيو د فعاليتونو په اړه هر اړخيز معلومات شريک کړل، دلته د پرمختګونو او ځينو ستونزو يادونه يې وکړه او ډاډ يې ورکړ چې د خبريالانو سره د ديني ارزښتونو او د هېواد لويو ګټو ته په پام د اسلامي نظام تر چتر لاندي هر ډول همکارۍ ته چمتو يو.
ښاغلي مجددي وويل: د هېواد بېلابېلو ولايتونو ته يې سفرونه کړي دي، هلته يې د خبريالانو او رسنيو حالات ارزولي، چې په دې برخه کې د کندهار وضعيت ډېر ښه دی، نوموړي په ځينو برخو کې د ستونزو او اړتياوو د حل په موخه د ممکنه همکارۍ ډاډ وړاندې کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د يادې اتحادیې له لوري د کندهار يو شمېر خبريالانو ته يو ورځنی روزنيز ورکشاپ هم ترسره شو.
همدا ډول د افغانستان د ازادو خبريالانو د ټولنې له لوري د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند عامه کتابتون ته ۲۰۰ ټوکه بېلابېل کتابونه هم وسپارل شول.

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *