په لوګر کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې د ولایتي استازو د ټاکلو لپاره ټاکنې ترسره شوې.


په لوګر کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې د ولایتي استازو د ټاکلو لپاره ټاکنې ترسره شوې.
لوګر – افغانستان
په دې برنامه کې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس رفيع الله صميم له رسنيو او خبريالانو څخه ملاتړ له کاري لومړيتوبونو څخه وباله او ډاډ يې ورکړ چې د رسنيو د پياوړتيا او د خلکو د ستونزو په حل کې به له هيڅ راز هلوځلو ډډه ونه کړي.
د افغانستان د ازادو خبريالانو د اتحاديې مشر حجت الله مجددي د خبريالانو او رسنيو د مسوولينو له هڅو او ملاتړ څخه مننه وکړه او د لوګر ولايت د رسنيو له مسوولينو او خبريالانو سره يې ژمنه وکړه چې د رسنيو د پياوړتيا او د خبريالانو د ملاتړ لپاره به خپل پروګرامونه عملي کړي.
دغه ټاکنې د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو د اتحادیې د مشرتابه پلاوي د غړي مطیع الله سرور په مشرۍ د غوراوي کمېټې تر څارنې لاندې د دغې اتحادیې د طرزالعمل له مخې ترسره شوې او د مشرۍ لپاره د دوو کاندیدانو له ډلې ښاغلي فرهاد غفوري. او د مرستيالۍ لپاره د دريو کانديدانو له جملې څخه ښاغلي سميع الله عيسى خېل تر ټولو زياتې رايې وګټلې او په لوګر کې د يادې اتحاديې رئيس او ولايتي مرستيال وټاکل شول.
ښاغلي غفوري او ښاغلي عیسی خېل ژمنه وکړه، چې د شته ننګونو د حل او د رسنیو د پياوړتیا په موخه به د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست سره په همغږۍ د خبریالانو ترڅنګ کار کوي.
د یادولو وړ ده چې نورالله ستانکزی د رسنیو په برخه کې د غوره خدمتونو په پایله کې د ټولو ګډونوالو په هوکړې سره په لوګر کې د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې د ارتباطاتو د مدیر په توګه وټاکل شو.

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *