د روزګان والی سپارښتنه وکړ چی عامه پوهاوي پرګرامونه محلي رسنيو ته ورکړل شی


د روزګان والی سپارښتنه وکړ چی عامه پوهاوي پرګرامونه محلي رسنيو ته ورکړل شی
د روزګان ولايت والي مولوي محمدعلي جان احمد نن د سکټوري رياستونو او موسیساتو استازو سره د«پې،ډي،سي» په غونډه کې له هغو څخه غوښتنه وکړل چې خپل د عامه پوهاوي پرګرامونه اوټول اعلانات دي د اطلاعات کلتور ریاست ترچتر لاندي سيمه ييزو رسنيو ته د نشر په هدف ورکړي.
هغه وايي د رسنيو له لاري د عامه پوهاوي پرګرامونه به له يوې خوا کنټرول او له بل پلوه به تر ډيرو کسانو پوري د عامه پوهاوي په اړه معلومات ورسيږي.
والي وويل چې که اعلانات او د عامه پوهاوي پرګرامونه رسنيو ته په واک کې ورکول شي ورسره به يادي رسنۍ هم له مالي اړخ تمول شي.
دروزګان والي دغه څرګندونې په داسي حال کې کوي چې څه موده مخکي دارزګان د رسنيو استازو په يوه ليکلي ليک کې د اطلاعات کلتور ریاست څخه غوښتي وه ترڅو دي ولايت کې په ادارو کې د عامه پوهاوي پرګرامونه د نشر په هدف دوی ته په واک کې ورکړي.
دروزګان د اطلاعات کلتور ریاست ريس قاري اغاولي قريشي وايي دوی د يوه ليکلي مکتوب سره يو ځاي د رسنيو دغه انديښنې د اقتصاد رياست او موسیساتو سره شريکي کړي دي.

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *