د هلمند خبریالانو خپلې ستونزې له اطلاعاتو فرهنګ وزیر سره شریکې کړې


د هلمند خبریالانو خپلې ستونزې له اطلاعاتو فرهنګ وزیر سره شریکې کړې
د هلمند ولایت بیلابیلو رسنیو مسئولینو اوخبریالانو دغه ولایت ته په فرهنګي سفر ورغلي د اطلاعاتو فرهنګ وزیر مولوي خیر الله خیرخوا سره په دغه ولایت کې د رسنیو او ژورنالستانو یو لړ ستونزې شریکې کړې.
د اطلاعاتو فرهنګ وزیر په دغه ولایت کې د شته رسنیو او ژورنالستانو له ستونزو اوریدو وروسته د اساسي حل په موخه د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
ښاغلی خیرخواه د رسنیو په ارزښت ټینګار وکړ او په هلمند ولایت کې یې د بست کلا په ګډون د ټولو تاریخی ابداتو د ساتنې سپارښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې په دغه لیدنه کې د ملاتړ بنسټونو،رسنیو مدیرانو او خبریالانو سربیره اطلاعاتو فرهنګ رییس عبدالباری راشد او والي ویاند قاسم ریاض او ځینو دولتي دوائرو مسئولینو هم ګډون درلود.

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *