د افغانستان خپلواکو خبریالانو اتحادیه،درسنیو مسئولینو او ژورنالیستانو ظرفیت لوړونې ته ژمنه ده


د افغانستان خپلواکو خبریالانو اتحادیه،درسنیو مسئولینو او ژورنالیستانو ظرفیت لوړونې ته ژمنه ده
۲۱سنبله ۱۴۰۲ کال
د افغانستان خپلواکو ژورنالستانو اتحادیی د خبریالانو او رسنیو مدیرانو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د ۱۶ ولایاتو استازو ته دوه ورځنۍ روزنیزه برنامه ترسره کړه.
د برنامې ګډونوالوته په خبر کې ریښتینولي،دخبریالۍاخلاقي موازین،خوندیتوب،،لومړنی مرستدویه مواد،دبحران او شخړو مدیریت د متخصصو روزونکو له خوا تدریس شول.
د افغانستان خپلواکو ژورنالستانو اتحادیې رییس حجت الله مجددي له بیان ازادۍ ملاتړ،د اطلاعاتو رسونې د بهیر چټکول او معیاري کول، د دغې روزنیزې لړۍ آر موخې بیان کړې
د افغانستان خپلواکو ژورنالیستانو اتحادیه د بیان ازادۍ او ژورنالستانو د ملاتړ او دفاع د مهم بنسټ په توګه،د خبریالانو له حقوقو دفاع،مسلکي ظرفیت لوړونې،پر وخت معلوماتو ته دلاسرسي،خبریالانو اقتصادي ستونزو،او تاو تریخوالي را کمولو په برخو کې هلې ځلې او عدالت غوښتنې کوي.

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *