په ننګرهار کې د رسنیو مسوولینو او خبریالانو ته روزنیز پروګرام جوړ شو


په ننګرهار کې د رسنیو مسوولینو او خبریالانو ته روزنیز پروګرام جوړ شو.
ننګرهار – افغانستان
دغه روزنیز پروګرام چې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو اتحادیې له خوا په ننګرهار کې د ۴۴ رسنیو د مسوولینو او ژورنالیستانو په ګډون جوړ شوی و، چې په کې د ژورنالیزم اخلاقي معیارونه، ریښتینولي، د معلوماتو تحلیل، خوندیتوب مسایل او لومړنۍ مرستې د متخصصو روزونکو له خوا وړاندې شوې. .
د افغانستان د خپلواکو خبريالانو د اتحاديې مشر حجت الله مجددي وويل چې د دغه روزنيز پروګرام له جوړېدو څخه يې موخه د خبريالانو د مسلکي ظرفيتونو لوړول دي، دوى وويل چې د افغانستان د د خپلواکو خبريالانو د اتحاديې د اقتصادي ستونزو د هواري تر څنګ. د رسنیو او خبریالانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې خبریالانو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابروي او د هېواد په بېلابېلو زونونو کې به د مسلکي خبریالانو او رسنیو د مسوولینو لپاره روزنیز پروګرام پیل کړي.
پروګرام د سندونو په ویشلو سره پای ته ورسید.

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *