خپرونو چارو معينيت کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه


د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خپرونو چارو معينيت کې د ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د رسنيو له مسؤلينو، استازو او خبريالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.

‏یاده غونډه چې د خپرونو چارو معينيت اړوند د رسنيو په نشراتو د څار رياست له لوري رابلل شوې وه، پکښې د رسنيو سره د ښې همغږۍ او هماهنګۍ جوړولو، د خپرونو معياري کولو او نورو موضوعاتو په اړه بحث او د نظرياتو تبادله وشوه.

‏د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي وویل: د افغانستان اسلامي امارت له رسنيو څخه ملاتړ ته ژمن دی، رسنۍ دې په خپلو خپرونو کې ملي ګټې، ارزښتونه، دودونه او د اسلامي نظام پاليسي په نظر کې ونيسي او په معيار برابرې خپرونې دې وکړي، تر څو ټولنې ته ترې مثبته ګټه ورسېږي.

‏د رسنيو مسؤلينو هم په نوبت سره د خپلو رسنيو په استازولۍ له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *