“د افغانستان په رسنیو کې د ژبې او ادبیاتو رول” تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو


د افغانستان د خپلواکو خبریالانو اتحادیې، د رڼا پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي په همکارۍ او د افغان آگاه د رسنیزو خدماتو په ملاتړ “د افغانستان په رسنیو کې د ژبې او ادبیاتو رول” تر سرلیک لاندې یو علمي سیمینار ترسره کړ.

په دې برنامه کې، استاد طارق حقجو د موضوع وړاندې‌کوونکی و، او استاد شهزاد آرین، چې د رڼا پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي استاد دی، د ژبې او ادبیاتو د ارزښت، په رسنیز محتوا کې د ژبني ننګونو او د خبریالانو له لوري د معياري ژبې د ساتنې په اړه خبرې وکړې. همداراز حجت‌الله مجددي، چې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د اتحادیې مشر دی، د دې سیمینار د جوړېدو هدف او د اتحادیې د راتلونکو برنامو په اړه معلومات وړاندې کړل.

دا سیمینار د رڼا پوهنتون په تالار کې د استادانو، د ژورنالیزم د محصلینو او خبریالانو په تود هرکلي ترسره شو، او د ګډونوالو ترمنځ د نظرونو د تبادلې او اغېزمنو خبرو اترو سره پای ته ورسېد.

د افغانستان د خپلواکو خبریالانو اتحادیه ژمنه ده چې د خبریالانو او د ژورنالیزم د ځوان نسل د ظرفیت لوړولو لپاره به نورې علمي او روزنیزې برنامې هم جوړوي.

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *