د ناستې په پیل کې، د حکومت د رسنیو مرکز رییس مولوي نعیمالحق حقاني هراتي د ګډونوالو هرکلی وکړ، د حکومتي ادارو له رسنیو سره د دوامدارې همکارۍ مننه یې وکړه او ویې ویل چې دا مرکز تل هڅه کوي د رسنیو او حکومتي ادارو ترمنځ د معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د همغږۍ او همکاریو سطحه لوړه کړي.
د رسنیو استازو د دغسې ناستو د جوړېدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې لا هم ستونزې شته او باید لا زیاته همغږي رامنځته شي.
وروسته، د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو عمومي رییس مولوي رحمتالله کاکازاده، د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ او د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د حکومت د رسنیو د مرکز له هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا ډول ناستې باید دوام ومومي او د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ باید همکارۍ لا پیاوړې شي. دوی ژمنه وکړه چې د معلوماتو ته د لاسرسي او مطبوعاتي همکاریو په برخه کې به د خبریالانو ترڅنګ وي.
همداراز، د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو د اتحادیې رییس حجتالله مجددي په ناسته کې وویل، د کورنیو چارو وزارت لهخوا د ولایتي خبریالانو د لاسرسي موضوع ته پام یو مثبت ګام دی، خو لا هم خبریالان په ځینو ولایتونو کې د وخت پر مهال د ځواب ویلو له نشتون سره مخ دي، چې باید ورته لا زیاته پاملرنه وشي.
په پای کې، ګډونوالو د اطلاعاتو او مطبوعاتو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
No comment