په دې لیدنه کې، د یادې اتحادیې رییس حجتالله مجددي زدهکړیالانو ته د ژورنالیستانو اتحادې د مخینې، دندو، همغږۍ، ظرفیت لوړولو، او د ژورنالیستانو د حقونو لپاره د ملاتړ په اړه معلومات ورکړل.
بلخوا بیا د کاردان پوهنتون د ژورنالیزم دیپارتمنت آمر استاد نورالله بابکرخېل او یو شمېر زدهکړیالانو د افغانستان د رسنیو ټولنې لپاره د دې اتحادیې له فعالیتونو مننه وکړه او د دې موجودیت یې د ژورنالیستانو او رسنیو د ملاتړ لپاره ارزښتناک او اړین وباله.
یادو زدهکړیالانو د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو اتحادیې د فعالیتونو په اړه تر خبرېدو وروسته د رسنیو د اهمیت په اړه ژوره پوهه ترلاسه کړه.

No comment