په هلمند ولایت کې د “اعزاز راډیو” ازمایښتي خپرونې پیل شوې


په هلمند ولایت کې یوې نوې خصوصي راډیو په نوم د “اعزاز” راډیو د ۹۱.۳ FM فریکونسۍ له لارې خپلې ازمایښتي خپرونې پیل کړې.

د یادې راډیو مسؤلین وايي، چې ډېر ژر به خپل رسمي نشرات هم پيل کړي، او هڅه به وکړي چې د لښکرګاه تر څنګ د هلمند ګڼو ولسوالیو ته هم د خپرونو پوښښ ورسوي.

د خپلواکو خبریالانو د اتحادیې (AIJU) د معلوماتو پر بنسټ، د اعزاز راډیو له پیلېدو سره، په هلمند کې د فعالو خصوصي رسنیو شمېر ۱۲ ته رسېدلی دی. له دې ډلې، ۱۱ یې راډیوګانې او یوه یې خصوصي تلویزیون دی.

دا پرمختګ په داسې حال کې دی چې د اقتصادي ننګونو او تخنیکي ستونزو سره سره، لا هم په هلمند کې د رسنیو د پراختیا هڅې روانې دي، او د بیان ازادۍ لپاره یو مثبت ګام بلل کېږي.

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *