د رسنيو د شکایتونو او سرغړونو د څېړنې کميسيون نوبتي غونډه وشوه


د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د څېړنې د کمېسیون نوبتي غونډه نن ماسپښین د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین او د یاد کمېسیون مشر ښاغلي مهاجر فراهی په مشرۍ ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې، ښاغلي فراهی د هېواد د رسنیز وضعیت یو هراړخیز تحلیل وړاندې کړ، او همداراز یې د کمېسیون د تېرو غونډو، پریکړو او اقداماتو ارزونه وکړه. نوموړي د رسنیزو بنسټونو او مسؤلو ادارو ترمنځ د ګډ کار پر اهمیت ټینګار وکړ، څو شکایتونو او سرغړونو ته مؤثر ځواب ورکړل شي.

وروسته، د غونډې په جریان کې یو شمېر موضوعات تر بحث لاندې ونیول شول؛ چې له‌جملې یې د ارزګان ولایت د “دهراوت غږ” راډیو موضوع وه، چې د لا زیاتو څېړنو او د حل‌لار موندلو لپاره یوې ځانګړې کمېټې ته وسپارل شوه. همداراز، یو شمېر نور دوسیې او مطرح شوې مسلې چې کمېسیون ته رسیدلي وو، د غړو له خوا وڅېړل شول.

د کمېسیون غړو خپل نظریات او وړاندیزونه د بېلابېلو موضوعاتو په اړه وړاندې کړل، او په پای کې لازمې پریکړې د مطرح شویو مواردو د تعقیب او رسیدګي لپاره ونیول شوې.

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *