بغلان والي له خبریالانو او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو له مسوولینو سره وکتل


بغلان والي له خبریالانو او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو له مسوولینو سره وکتل
۲ دلو ۱۴۰۲
بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني پرون دوشنبه په بغلان کې له خبریالانو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو له مسوولینو سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي، د بغلان د دولتي ادارو وياندويانو او په دغه ولايت کې د افغانستان د ازادو خبريالانو د اتحاديې”AIJU” استازي محراب الدين ابراهيمي هم ګډون درلود.
، په دې ناسته کې د هغو فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې وشوې چې خبریالان او رسنۍ ورسره مخ دي.
دبغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د ژورناليستيکي ارزښتونو په ساتنې او د رسنيو په اغيزمن فعاليت باندې ټينګار وکړ او د دغه ولايت د دولتي ادارو د وياندويانو او مسوولينو لپاره يې اطلاعاتو ته د خبريالانو په اسانه او چټک لاسرسۍ ټينګار وکړ.
دغه راز د بغلان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي اسدالله مصطفى هاشمي هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د خبريالانو د ملاتړو بنسټونو له خوا د روزنيزو پروګرامونو په پيلولو سره د رسنيو د کارکوونکو او خبريالانو د کاري ظرفيت په لوړولو باندې ټينګار وکړ.
په ورته وخت کې د رسنیو مسوولینو هم د برېښنا او جوازونو د بیې د راټیټېدو خبره وکړه او د بغلان سیمه ییزو چارواکو په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *