دافغانستان خپلواکو خبریالانو اتحادیه فقیر محمد فقیرزی او جان آغا صالح را خوشې کولو هرکلی کوي


دافغانستان خپلواکو خبریالانو اتحادیه فقیر محمد فقیرزی او جان آغا صالح را خوشې کولو هرکلی کوي
۹ سنبله ۱۴۰۲
۳۱اګست ۲۰۲۳ میلادي
د افغانستان خپلواکو خبریالانو ټولنه AIJU په ننګرهار ولایت کې له شل ورځني بند تیرولو وروسته دکلید ګروپ د دوو خبریالانو د راخوشې کولو هرکلی کوی،خو د خبریالانو نیول، په هغوی د ویرې خپرول د حل لاره نه بولي.
اتحادیې پرلپسې غوښتنه کړې چې د خبریالانو او رسنیو اړوندې قضیی باید د رسنیزو سرغړونو کمیسیون له لارې حل او فصل شي.
اعتماد جوړیدنه، د ملي آو ازادو رسنیو تر منځ همغږي او په ټوله کې د نظام او رسنیو ترمنځ په ملي ګټو او ارزښتونو توافق د دواړو اړخونو د ملي او مسلکي مکلفیت دی چې ورته ژمن پاتې شي.

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *