پرلپسې توګه د خبریالانو نیول د اندیښنې وړ دي


۲۰ زمری ۱۴۰۲
۱۱ اګست ۲۰۲۳
د افغانستان خپلواکو خبریالانو اتحادیه یو پر بل پسې د خبریالانو نیولو په تړاو خپل ژور تاثر او اندیښنه څرګندوی.
په پکتیا کې د اریانا تلویزون د فریلانس خبریال حبیب الله سراب او په ننګرهار کې دکلید راډیو خبریالانو فقیر محمد فقیرزی او جان اغا صالح نیولو سخت اندیښمن کړي یو.
اتحادیه یوځل بیا له مسئولو چارواکو غواړی،څو د ژورنالستانو او رسنیو اړوند قضایا د” رسنیزو سرغړونو د شکایاتو څیړنې کمیسیون” له لارې تعقیب او وڅیړی.
سره له دې چې په پکتیا او ننګرهار کې تر اوسه د دریوو خبریالانو د نیولو لامل نه دی څرګند شوی،د افغانستان خپلواکو ژورنالستانو اتحادیه په دې باور ده چې د ژورنالستانو نیول او ربړول هیواد دننه د بیان ازادي کمزورې او زیانمنوی او خبریالان بې انګیزې کوی

No comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *