د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څېړنو کمېسيون نوبتي غونډه وشوه، چې پکې د کمېسيون د غړو له لوري په بېلابېلو موضوعاتو بحث او د نظرياتو تبادله وشوه.
د غونډې په پيل کې د خپرونو چارو معين پرانېستونکې وينا وکړه او د تېرو غونډو د پرېکړو په اړه يې بحث وکړ.

د کمېسيون غړو په نوبت سره د ورسپارل شويو دندو په اړه د خپلو پلټنو چمتو شوي راپورونه شريک کړل.
همدا راز د غونډې په ترڅ کې کمېسيون ته د رارسېدليو شکايتونو او ستونزو تر څنګ د جهان راډيو تلويزيون د عريضې په اساس د موضوع د هواري لپاره يوه کمېټه وټاکل شوه او د محکمې تر پرېکړې وروسته د راه فردا تلويزيون د فعاليت په څرنګوالي بحث وشو.
No comment